سختو بارانونو او سيلابونو په پاکستان کې تر ۳۳ میلیونو زیات خلک ځپلي
CMG2022/08/30 10:46:45
شريکول:

د پاکستان د طبیعي پیښو پر وړاندې مبارزې ادارې د اګست په ٢٩مه نېټه خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د جون له نيمايي راهيسې سختو بارانونو او زورورو سيلابونو تر ۳۳،۰۴ ميليونو زيات خلک زیانمن کړي دي.

د مالوماتو له مخې، سختو بارانونو او سيلابونو په پاکستان کې ۱۰۶۱ کسان وژلي او ۱۵۷۵ کسان يې ټپيان کړي دي.

د پاکستان د طبیعي پیښو پر وړاندې مبارزې ادارې په خبر کې ويلي، چې سختو بارانونو او سيلابونو د دغه هېواد سند ایالت سخت ځپلی دی او د سختو بارانونو له امله پکې ۳۴۹ تنه مړه شوي او ۱۰۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي او په ټولیز ډول يې د دغه ایالت ۱۴،۵۶میلیونه کسان زيانمن کړي دي.

سختو بارانونو او سيلابونو په بلوچستان کې ۹،۱۸ میلیونه، په پنجاب کې ۴،۸۴ میلیونه او خیبر پښتونخوا کې ۴،۳۵ میلیونه خلک سخت ځپلي دي.