جاو لي جيان: امريکا دې نړيوالې ټولنې ته مسوولانه ځواب ورکړي
CMG2022/08/30 18:53:26
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په ۳۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، امریکا دې په رښتينو اقداماتو سره د افغانانو د ټپونو درملنه وکړي او نړيوالې ټولنې ته دې با مسوولیته  ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سي جي ټي اېن فکري مرکز د ۲۴ هېوادونو له خلکو نظر پوښتنه ترسره کړې چې له مخې يې نږدې ٪ ۸۰ افغان ګډونوال په دې نظر دي چې امریکا  په افغانستان کې پيل کړې جګړه کې پوره ناکامه شوې ده. ښاغلي جاو پدې اړه وويل: «دغه نظرپوښتنه د افغانستان د شل کلنېجګړې په اړه د افغانانو او نړيوالې ټولنې رښتيني نظرونه منعکسوي.»

نوموړي د دې نظرپوښتنې څو شمېرې ښودلي او ويلي يې دي، ٪ ۷۸.۲ افغانان ګډونوال په دې نظر دي، چې امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه د يوه هېواد حکومت نسکور کړی او دغه کړنه يې بيخي ناسمه ده. امریکا ژمنه کړې، چې يو باثباته، پياوړی او سمسور افغانستان جوړ کړي، خو يوازې ٪ ۸.۹پوښتل شوي کسان په دې نظر دي، چې امريکا خپله دا ژمنه پوره کړې ده. دغه راز ٪ ۷۴.۱ کسان په دې اند دي چې امريکا د افغانستان د مرکزي بانک ۷ ميليارډه ډالره شتمني کنګل کړې او دغه کړنه يې ښکاره لوټل دي.

جاو لي جيان زیاته کړه، چې يو کال پوره شوی، چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي، خو امریکا تراوسه خپله تېروتنه نه ده سمه کړې بلکې لا هم د افغانستان د بیا رغونې په بهیر کې ډول ډول خنډونه اچوي  چې امله يې د افغانستان بشري ناورين او اقتصادي ستونزې لاسختې شوې دي.