د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين او اسيان‎ سوداګريزه اندازه ۱۳.۱ سلنه زياته شوې
CMG2022/08/30 10:55:07
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۲۹مه نېټه په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د سږ کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د چين او اسيان هېوادونو سوداګريزه اندازه ۵۴۴ ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳.۱ سلنه زياتوالی ښيي او دغه شمېر د چين د بهرنيو سوداګرۍ په وارداتو او صادراتو کې ۱۵ سلنه نيولې ده.

چين په تېرو ۱۳ کلونو کې د اسيان تر ټولو لوی سوداګريز همکار پاتې شوی او اسيان د چين د سوداګريزې همکارۍ تر ټولو لوی ځای نيولی دی.

د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير لي فې په خبري ناسته کې ويلي، چې چين له اسيان هېوادونو سره يو ځای په بېلا بېلو سوداګريزو او اقتصادي همکاريو کې پرمختګ کړی، د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون يې په لوړه کچه پلی کړی، د يو کمربند او يوې لارې ابادي يې پراخه کړې، د بنسټيزو تاسيساتو جوړونې ته يې پرمختګ ورکړی او يو لړ ښې لاسته راوړنې لري.

(مينه)