د عراق د ګډو عملیاتو قوماندانۍ د اګست په ۲۹مه نېټه یوې اعلامیې کې ويلي، چې په هېواد کې د وروستيو لاریونونو په غبرګون کې یې له همدې ورځې څخه په ټول هېواد کې د شپې پر ګرځېدو بنديز لګولی دی.
په اعلاميې کې ویل شوي، چې د عراق په ټولو ولايتونو کې به د ماښام له ۷ بجو څخه ګرځبنديز وي.
د عراق حکومت په پلازمينې بغداد کې د روانې مياشتې د ۲۹مې نېټې د ماسپښين په ۳ بجو او ۳۰ دقيقو ګرځبنديز لګولی و او له کور څخه چا د وتلو اجازه نه درلوده.
د عراق د شیعه ګانو مذهبي مشر مقتدی الصدر د همدې ورځې په سهار پر ټولنيزو رسنيو اعلان وکړ: "ما پرېکړه کړې، چې په سیاسي چارو کې به لاسوهنه نه کوم او خپل تقاعد اعلانوم".
نوموړي ويلي، چې د هغه په مشرۍ د "صدر غورځنګ" اړوند ادارې به هم بندې کړي.
مقتدی االصدر مخکې د څو میاشتني کړکېچ د ماتولو لپاره د ملي پارلمان د منحلولو او بیا ټاکنو غوښتنه کوله.
(ژباړه: شکريه)