ابراهيم رئيسي: د ایران د اټومي خبرو اترو موافقه اټومي خونديتوب ته اړتیا لري
CMG2022/08/30 10:53:02
شريکول:

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د اګست په ٢٩مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد د اټومي مسئلې هراړخيزې موافقې ته د رسېدو لپاره بايد د اټومي خونديتوب مسئله حل شي.

ابراهيم رئيسي په همدې ورځ په يوې خبري ناستې کې ويلي، که د اټومي خونديتوب مسئله حل نه شي، نو دا به "بې معنا" وي، چې ايران موافقه لاسلیک کړي.

د نوموړي په وينا، د يوې موافقې پايلې بايد د اټومي خونديتوب مسئلې له وروستي حل سره مل وي.

ابراهيم رئيسي ويلي، چې ايران د خبرو اترو له مېز څخه نه دی پورته شوی او پر هېواد يې د ده په وينا د امريکې ظالمانه بنديزونه بايد پای ومومي.

نوموړي پر هغو هېوادونو، چې د ايران د اټومي موافقې په اړه پر خپلو ژمنو ولاړ دي، هم غږ کړی، چې خپلو ژمنو ته د عمل جامه واچوي.
ابراهيم رئيسي زياته کړې، چې اټومي وسلې د ايران په ملي دفاعي ستراتيژۍ کې ځاى نه لري او د ايران ستر رهبر د اټومي وسلو پر درلودلو هم بنديز اعلان کړى دى، خو نوموړي د اټومي صنعت پرمختګ او له اټومي توان څخه سوله ييزه استفاده د ايران حق بللی دى.