د چين استازی: په افغانستان کې د شوې غميزې بيا رامنځته کېدل د منلو وړ نه دي
CMG2022/08/30 14:52:05
شريکول:

 

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اګست په ۲۹مه نېټه د افغانستان مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه غونډه کې وويل، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د تېرو شلو کلونو ناکامي ښکاري، چې پوځي لاسوهنه او زورواک سياست مناسبه لاره نه ده او بهرني موډل او د تش په نوم ډيموکراتیک اصلاحات د خلکو له ارادې سره بېخي مخالف دي. نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د شوې غميزې بيا رامنځته کېدل د منلو وړ نه دي.

جانګ جون په خپله وينا کې وويل، چې چين پر دې ټينګار کړی، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د دوی مسئوليتونه پای ته نه دي رسېدلي، بلکې د دوی لپاره دې د تېروتنو د بياکتنې او سمولو چلند پيل شي. اړوند هېوادونه بايد د خپلو ناوړو کړنو په اړه جدي فکر وکړي او پر وخت دې دغې تېروتنې سمې کړي، د ستونزو د نه حل څخه پرته دې له مسئوليت ځان نه خلاصوي. د افسوس وړ خبره دا ده، چې اړوند هېوادونه نه يوازې مسئوليت پرغاړه نه دی اخيستی، بلکې د مرستو د پرې کولو، د افغانستان د پيسو د کنګل او سياسي بنديز په شمول يې نور غیر مناسب اقدامات غوره کړي. دغه اقدامات له مسئوليت څخه د تېښتې او د افغانانو د پرېښودلو کړه وړه دي او تېروتنې به وغځوي او د افغانانو ستونزې او غميزې به سختې کړي.

جانګ جون وويل، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره، افغانانو د خپل برخليک د خپلولو او غوره کولو فرصت خپل کړی دی. افغانستان د بېلابېلو برخو بيا رغونې ته اړتيا لري او د سولې او بيارغونې له ډېرو ننګونو سره مخ دی. چين هيله لري، چې د افغانستان لنډ مهالي حکومت د دننه او بهر پر ثابتو، سالمو او ټولشمولو تګلارو ټينګار وکړي، د خلکو د ژوند د تضمين او ښه والي لپاره هڅې وکړي، له هرې ترهګرۍ سره ټينګه مبارزه وکړي او له ګاونډيو او نورو هېوادونو سره ښه چلند وکړي. نړيواله ټولنه بايد د افغانستان د سولې او بيارغونې، عامه خدمتونو او بازاري چلند د اعاده کېدو، په سيمه ييزو او نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کې د شاملېدو په برخو کې له دغه هېواد سره مرستې وکړي. نړيواله ټولنه بايد په منطقي او عملي رويه د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره تماس پياوړی کړي.

جانګ جون په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغانستان بشري وضعيت ډېر سخت دی او د ښځو او نجونو په شمول د ميليونو افغانانو د ژوند او پرمختګ چاپېريال ډېر د اندېښنې وړ دی. امريکا له يوې خوا په خوله د افغان ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه څرګندوي، له بلې خوا يې په ډېره اندازه له افغانستان سره مرستې کمې کړې او پر افغانستان يې يو اړخيزو بنديزونو ته دوام ورکړی. د امريکا دغه کړه وړه رياکارانه او ورانوونکي دي.

جانګ جون وويل، چې د بهرنيو بنديزونو له امله اقتصادي رکود د افغانستان د بشري او اقتصادي ستونزو سرچينه ده. په بهر کې د افغانستان پيسې د افغانانو شتمني ده، د دغو پيسو کنګل له افغانانو څخه د ژوند ژغورونکو پيسو د نيولو کړنه بلل کېږي. چين له امريکا څخه غوښتي، چې دغې پيسې له شرط پرته په سمندستي او پوره توګه بېرته افغانانو ته ورکړي.

جانګ جون وويل، چې چين د افغانستان تر ټولو لوی ګاونډی هېواد دی او د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ ټينګ ملاتړ کوي او د دې لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي. چين له افغانستان سره رښتينې مرستې کړې. د چين مرستو د افغانستان عامو خلکو ته ګټې رسولې او عدالت او متقابل درناوی يې څرګند کړی دی.  چين له نړيوالې ټولنې، په تېره بيا د جګړې مسئوليت لرونکو هېوادونو څخه غوښتي، چې له افغانانو سره د مرستو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي. افغانستان د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري، نړۍ هم سوله‌ييز او ثابت افغانستان ته اړتيا لري.