د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون ۱۰مه څېړنيزه غونډه بې پایلې پای ته ورسېده
CMG2022/08/30 10:54:17
شريکول:

د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون لسمه څېړنيزه غونډه تېره اوونۍ پای ته ورسېده، خو ګډون کوونکي هېوادونه يې نهايي پايلې ته سره نه دي رسېدلي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په ٢٩مه نېټه په يوې خبري ناستې کې په اشارې وويل، چې چين پر يادې غونډې، چې بې پایلې پای ته رسېدلې، خواشينی دی.

نوموړي وويل، د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون ۱۰مه څېړنيزه غونډه بې پايلې پای ته رسېدلې، خو دا د دې غونډې د ناکامۍ ښکارندويي نه کوي.

چين د سوله ييز پرمختګ پر لارې او د رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوي د نړيوال امنيت او پرمختګ پر وړانديزونو ټينګار لري، په وفادارۍ يې د تړون ژمنې پوره کړي، د اټومي وسلو د نه خپرېدو نړيوال سیسټم به وساتي او د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ ته به دوام ورکړي، چې په سوله ییزه توګه اټومي انرژۍ وکاروي.