په بغداد کې د لاريون پر مهال د ډزو له امله ۱۲ تنه وژل شوي
CMG2022/08/30 10:33:40
شريکول:

د عراق د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې د خپل نوم له ورکولو څخه يې ډډه کړې، د اګست په ۲۹مه نېټه ویلي، چې په همدې ورځ د دې هېواد په پلازمینې بعداد کې د يوه لاریون په ترڅ کې ډزې شوي، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۲تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. 

نوموړي ویلي، په وژل شويو کې هم لاریون کوونکي او هم امنیتي سرتېري شامل دي.

د عراق امنیتي ځواکونو په همدې ورځ پر لاريون اوښکې بهونکی ګاز شيندلی او ټول لاريونوال يې تيت پرک کړي دي، خو په ترڅ کې يې نامالومو کسانو ډزې کړي، چې له امله یې ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

 

 (هیله)