سوریه: امریکايي ځواکونه ترې غلا شوي تېل عراق ته ليږدوي
CMG2022/08/30 14:49:26
شريکول:

د سوریې خبري اژانس د اګست په ۲۹مه نېټه خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کې تېل غلا کړي او په همدې نېټې يې د سوریې او عراق سرحد ته ليږدولي دي.

سرچینو ياد خبري اژانس ته ويلي، چې امریکايي ځواکونو په همدې ورځ په ۱۲۳ ټانکرونو کې د سوریې تېل غلا کړي او په يوه لوی کاروان کې يې د سوریې او عراق سرحد ته ليږدولي دي.

د سوریې خبري اژانس د سرچينې په قول ويلي، چې امريکايي ځواکونو په عراق کې په خپلې اډې کې یادو تېلو ته ځانګړی ځای  برابر کړی دی.

 د سوریې د تېلو او کاني سرچینو وزارت وايي، چې امريکايي ځواکونه په دغه هېواد کې له ۲۰۱۱م کال څخه د سږ کال تر منځنۍ مودې پورې په ناقانونه توګه میشت دي او د دوی تر ملاتړ لاندې وسلوالو ډلو د زېرمو ناقانونه استخراج او سوداګري پېل کړې او د دغه هېواد د تېلو او طبیعي ګازو چارو ته يې د ۱۰۷ میلیارډو ډالرو په ارزښت مستقیم او نامستقیم زیانونه رسولي دي.

 (هیله)