شي جين پينګ د پاکستان ولسمشر عارف عالوي ته د خواشېنۍ پيغام ليږلی
CMG2022/08/30 10:30:17
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اګست په ۲۹مه نېټه د پاکستان ولسمشر عارف عالوي ته يو پيغام ليږلی او په دغه هېواد کې يې د سختو سیلابونو له امله، چې ګڼو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي، خواشيني څرګنده کړې ده.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې د پاکستان په ډېرو سيمو کې په دې وروستیو کې سخت سیلابونه راوتلي او ګڼو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړي د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب د سیلابونو له امله پر وژل شویو کسانو خواشيني او د دوی له کورنیو او ټپيانو او سیلاب ځپلو وګړیو سره د زړه له کومې همدردي ښودلې ده.

شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې چین په لومړي وخت کې د پاکستان سيلاب ځپلو وګړو ته مرستندویه مواد برابر کړي او مرستې به يې ورسره دوام ولري.

نوموړي باور ښودلی، چې سيلاب ځپلي وګړي به په نږدې وخت کې د پاکستان د حکومت په کوښښونو خپل کورونه بیا جوړ کړي. 

د چین صدراعظم لي که چیانګ په همدې ورځ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته د خواشينۍ پيغام لیږلی دی.

 (هیله)