د پاکستان له سیلاب ځپلو سره د چين د مرستندويه توکو جوپه کراچۍ ته ورسېده
CMG2022/08/31 10:51:01
شريکول:

چين د پاکستان له سيلاب ځپلو سره مرسته کړې او د اګست په ۳۰مه نېټه يې د مرستندويو توکو جوپه د Y ـ ۲۰ پوځي بار وړونکې الوتکې کې د پاکستان کراچۍ ته رسولې ده.

په پاکستان کې د چين سفير نونګ ژونګ د کراچۍ په جناح نړيوال هوايي‌ ډګر کې د پاکستان حکومت ته د هېواد د مرستندويه توکو جوپه سپارلې ده.

نوموړي د مرستندويو توکو د سپارلو په مراسمو کې ويلي، چې چين او پاکستان د سخت وخت ريښتني دوستان دي او هر وخت يې یو له بل سره مرسته کړې او په ګډه يې ستونزې حل کړې دي.

نونګ ژونګ زياته کړې، چې چين به د پاکستان سيلاب ځپلو سره دوامدارې مرستې وکړي او د بيا روغونې له چارو څخه به يې ملاتړ وکړي.