د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو: ملي کانګريس دې د اکتوبر په ۱۶ مه په بېجينګ کې ترسره شي
CMG2022/08/31 00:16:24
شريکول:

 چين د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د اګست په ۳۰ مه نېټه د دغه ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېتې د ۷مې عمومي غونډې او د دغه ګوند د شلم ملي کانګريس لپاره د چمتوالي په اړه بحث وکړ. د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه. 

په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې ۷مه عمومي غونډه به د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په نهمه نېټه په بېجینګ کې ترسره شي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو به دغې غونډې ته وړانديز وکړي، چې د دغه ګوند شلم ملي کانګريس د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر په ۱۶ مه نېټه په بېجينګ کې پيل شي.

ټاکل شوی، چې د چين د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګريس کې به د دغه ګوند د نوې دورې مرکزي کمېټه او  د ډيسيپلين څارلو  کمېټې وټاکل شي.