د پاکستان صدراعظم له چين څخه مننه وکړه، چې سيلاب ځپلو ته يې مرستندويه توکي برابر کړي
CMG2022/08/31 09:58:33
شريکول:

د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شريف د اګست په ۳۰مه نېټه په پلازمېنې اسلام اباد  کې د صدراعظمۍ ماڼۍ په مطبوعاتي غونډې کې له چين څخه مننه وکړه، چې د دغه هېواد سيلاب ځپلو ته يې مرستندويه توکي برابر کړي دي.

شهباز د خبريال يوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې پاکستان او چين په سختو حالاتو کې هر وخت يو بل سره مرسته کړې ده.

نوموړي وويل، چې پاکستان اوسمهال له سختو سيلابونو سره مخ دی او چين ورته د مرستې لاس ورکړی او د پاکستانيانو لوی باور يې خپل کړی دی.