د ملګرو ملتونو د نژادي تبعيض د له منځه وړلو کميټې د اګست په دېرشمه نېټه د امريکا لخوا د ټولو ډولو نژادي تبعيض د له منځه وړلو نړيوال تړون د پلي کولو په اړه يو وروستی راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، چې په امريکې کې له تېرو څو کلونو راهيسې د کرکې جرمونه، کرکېجنې ويناوې او د نژادي تبعيض په اړه د ډزو پېښو کې رامنځته شوې مرګژوبلې تر زياتې اندازې ډېرې شوي او رنګين خلک او لږکي د طب، تعلیم، کور او نورو برخو کې له سیسټماټیک تبعیض سره مخ دي.
په ياد راپور کې ویل شوي، چې د امریکا د قانون پلي کوونکو لخوا د رنګين خلکو او لږکيو پر وړاندې د تاوتریخوالي او معافیت کارول دوام لري او د دغه هېواد په عدلي سیسټم کې د رنګين خلکو او لږکيو د نيولو، بنديانولو او ځورولو حالت هم ډېر ليدل کېږي.