د چین د خدماتي سوداګرۍ سږنی نړیوال نندارتون پرانیستل کېږي
CMG2022/08/31 14:46:00
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال لپاره د چین د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون د اګست په ۳۱مه نېټه په بېجینګ کې پرانیستل کېږي. سږ کال د دغه نړیوال نندارتون لسمه کلیزه ده او په تېرو لسو کلونو کې د چین د خدماتي سوداګرۍ چټک پرمختګ موندلی دی.

د چین د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې د چین د خدماتي چارو د وارداتو او صادراتو ارزښت کلنی زیاتوالی 6.1 سلنه ښيي او دغه ارزښت په تېرو مسلسلو اتو کلونو کې په ګردې نړۍ کې دوهم مقام نیولی دی. له تېر کال راهیسې د چین د خدماتي سوداګرۍ د کرونا وبا منفي اغېزه لرې کړې او بیا پرمختګ يې موندلی دی.

د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر شنګ چیو پینګ وویل، د چین د خدمتونو د نړیوالې سیالۍ توان نور لوړ شوی دی. تېر کال د چین د خدماتي چارو د وارداتو او صادراتو ارزښت 5.3 تريلیونو یوانو ته رسېدلی او دغه حجم د وړم کال په نسبت 16.1 سلنه زیات شوی چې بې ساري ریکارډ يې جوړ کړی.

نوموړي په اشارې سره وویل، چې د خدمتونو د صادراتو ارزښت مو په نړۍ کې درېیم مقام ونیوه او پخوا مو څلورم مقام نیولی و. د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د چین د خدماتي چارو د وارداتو او صادراتو ارزښت 2.9 تریلیونو یوانو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت 21.6 سلنه زیات شوی. په دې جمله کې د خدمتونو د صادراتو ارزښت 1.4 تریلیونه یوانه و او په سلو کې 24.6 زیاتوالی ښيي. له دې څخه ښکاري، چې د چین د خدماتي چارو د نړیوالې سیالۍ توان نور هم لوړ شوی دی.

شنګ چیو پينګ وویل، اوس د چین د خدماتي چارو زیاتوالی هر کال د نړۍ لومړی مقام نیسي، د خدماتي چارو په ساحه کې د پرانیستنې سویه په پر له پسې توګه لوړه شوې او د ډیجيټلي کېدو بهیر يې هم چټک شوی دی. د پېچلي نړیوال وضعیت پر وړاندې د چین د خدماتي سوداګرۍ چارو د ثابت پرمختګ تمایل ساتلی دی.

د چین د نړیوال اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون د نړیوال اقتصاد د څېړنیز انسټيټیوټ مشر سانګ بای چوان دې ته اشاره وکړه، چې د چین د خدماتي سوداګرۍ چارې پراخ او ښه راتلونکی لري، څرنګه چې لومړی، چین د بشري ځواک لویه سرچینه لري.  په چین کې هر کال له لس میلیونو زیات محصلین فارغېږي، دا د نړیوالې خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ لپاره مهم بنسټ دی. دوهم، چین ډېر لوی او پراخ بازار لري. درېیم، د چین د خدماتي چارو د پيمانې د پراخېدو او د دغو چارو جوړښت د سمون په بهیر کې د تولید او مصرف په برخو کې د خدماتي چارو د وارداتو او صادراتو ارزښت هم زیاتېږي. چین د دغو وړتیاوو په لرلو سره د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ روښانه راتلونکی لري.

ښاغلي سان بای چوان د خدماتي چارو د نوښتي پرانیستنې په اړه وویل، چې اوس ډیجیټلي سوداګرۍ د نړیوالې خدماتي سوداګرۍ مهمه برخه ده. چین کې د ډیجیټلي سوداګرۍ پرمختګ په نړۍ کې مخ پر وړاندې روان دی او موږ باید دغه تمایل وساتو. هغه زیاته کړه، چې چین د ډیجیټلي اقتصاد د همکاریزو اړیکو په تړون کې د ګډون لپاره هڅې کوي او ځانګړي کاري ګروپ یې جوړ کړی دی. چین به په راتلونکي کې د دغه تړون د ټاکلي مالوماتو له مخې د ډیجیټلي سوداګرۍ پرمختګ وهڅوي، د ډيجیټلي سوداګرۍ ادارې او د ډیجیټلي خدمتونو د صادراتي اډې به په ګړندي توګه جوړې کړي.