د اوکراين خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د کارپوهانو يوه ډله د اګست په ۳۰مې د اوکراين پلازمېنې کيف ته رسېدلې ده.
اوکراین ته د کارپوهانو د نوموړې ډلې د مشخص سفر په اړه ډېر مالومات د امنيتي دلايلو له امله نه دي ورکړل شوي.
د اوکراین رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي او د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د اګست د ۳۰مې نېټې په سهار ټیلیفوني خبرې کړي او دواړو مشرانو په اوکراین کې د کارپوهانو ډلې د سفر، لوژستیک او امنیت په اړه د نظرونو تبادله کړې دي.
د مالوماتو له مخې، د کارپوهانو ياده ډله به د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ څخه څلور ورځنۍ لیدنه وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماریا زاخاروا د روانې میاشتې په ٢٩مه نېټې هيله ښودلې، چې د يادو کارپوهانو ډله ناپيلې او غير سیاسي ارزونې وکړي او کړنو کې عدالت له پامه ونه غورځوي.
زاخاروا ويلي، چې د کارپوهانو د ارزونې پایلې بايد د مسلکيتوب پر بنسټ ولاړې وي. نوموړې پر لوېدیځو هېوادونو او اوکراین غږ کړی، چې د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ د مسئلې په اړه مسؤلانه رویه وښيي.