د عراق د ګډو عملیاتو قوماندانۍ د اګست د۳۰ مې نېټې تر غرمې وروسته په یوې اعلامیې کې په ټول هېواد کې د شپې ګرځبندیز د پای ته رسېدو اعلان کړی دی.
د عراق د ګډو عملیاتو قوماندانۍ داسې مهال ياده اعلاميه خپره کړې، چې د دغه هېواد د شیعه ګانو مذهبي مشر مقتدی الصدر پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې مظاهرې ودروي او په یوه ساعت کې د پلازمېنې بغداد له "زرغون زون" څخه ووځي.
د عراق يوه پوځي چارواکي ویلي، چې په بغداد کې د روانې میاشتې له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د مظاهرو او نښتو له امله ۲۲ تنه وژل شوي او څه د پاسه ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.