افغان ‌شنونکی: له افغانستان څخه امريکايي پوځ نامسئولانه ووت
CMG2022/08/31 10:12:39
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۳۱مې سره له افغانستانه د امریکا د شل کلنې ترهګرۍ ضد جګړې وروستی امریکایي عسکر او ټول متحدین او پوځونه یې ووتل. ډېری افغان وګړي تېر اګست يادوي، چې یوه د سیاسي ګډوډیو میاشت وه. د افغانستان سياسي شنونکی مطيع الله خروټی له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو د لومړۍ کليزې په هکله د چين مېډيا ګروپ د پښتو څانګې له خبريالې سره مرکه کړې.

نوموړي ویلي، له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په وخت کې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې ډېرې سختې پېښې رامنځته شوې، چې په زرګونو افغان وګړي هوايي ډګر ته ننوتل او په دې هکله امريکايي پوځ هېڅکله نه دی اټکل کړی، نو حتا پر خلکو يې ډزې وکړې. ښاغلي خروټي وويل، تېر كال له افغانستانه د امريكايي  ځواکونو د وتلو حالت او  برنامه غير منطقي، غير علمي او عجولانه وه .د دوی د وتلو پر مهال  برید هم وشو د امريكا نږدې شل  پوځیانو او له سلو ډېرو افغان ملکیانو د وژل کېدو  سبب هم همدغه بې پلانه او عجولانه وتل وو .امريكايان په افغانستان کې د خپل بې موقع او بې پلانه وتلو سره په زرګونو افغانان له خطرونو سره مخ كړل .کډوالي، وزگارتیا، لوږه، او داسې نور چې د دې ټولو اصلي لامل امريكا او د امريكا بې وخته او بې پلانه وتل او د پوځیانو تېښته یې وه .

امريکايي پوځ له افغانستان څخه د وتلو په وخت کې کافي او مشخص پلان نه درلود. سره له دې چې امريکا په افغانستان کې د شلو کلونو لپاره خپل پوځ مېشت کړی او د ترهګرۍ ضد چارې يې تر سره کړې وې، خو د افغانستان د وضیعت، همدارنګه د خلکو د ژوند په هکله مالومات نه درلودل، حتا د دوی لومړۍ دنده چې د ترهګرۍ له منځه وړل وو هم پکې ناکام شول. ښاغلي خروټي وويل، که څه هم اوس د ترهګرۍ د ګواښونو او  فشار اغېز روان دی، القاعده او داعش په افغانستان كې د پیاوړتیا په حال كې دي چي اصلي لامل يې امريكا ده .اوس لږه‌کي افغان پاړکي لكه هزاره گان او هندوان د يادې ترهګرۍ لخوا په نښه  كېږي. د ايران له لارې د افغانستان د کډوالو  غير پېشبيني شوی حركت او د كډوالو د چارو كنټرول كول، فعلي حالت كې ناممكن او سخت مشكلات يې جوړ کړي دي.

لا تر اوسه پورې سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د پوځونو مېشت کولو په اړه لا بشپړه ویښه نه ده. د امريکا د مرکزي قوماندې پخواني مشر د اګست په ۲۹مه نېټه وويل، چې امريکايي پوځ ښايي چې بېرته افغانستان ته ورستانه شي. په دې اړه ښاغلي خروټي وويل، د افغانستان د اوسني وضیعت په اړه زما اټکل خو داسې ده چي امريكا تصميم لري لكه عراق او سوريه كې چې عسكر يې پاتې دي، بيا افغانستان ته ٢٥٠٠ عسكر واستوي.

ډېر خلک وايي چې اوس افغانستان لا هم له ډېرو ستونزو سره مخ دی او د بيا رغونې بهير له خنډونو سره مخ دی. امريکا تر اوسه د افغانستان په بشري بحران کې ښکېل ساتلی، د دغه هېواد د مرکزي بانک شتمني یې کنګل کړې ده، چې دا د افغانستان د اقتصاد د شاته تګ سره مستقيمې اړيکې لري. بلخوا امريکا په نامسئولانه توګه له افغانستان څخه وتلې چې د دغه هېواد د بيارغاونې لپاره یې ټينګ بنسټ نه دی جوړ کړی. ښاغلي خروټي وويل، چې د افغانستان اوسنی وضیعت د امريكا او له نامسئولانه وتلو سره مستقيمې اړیکې لري او عامل يې هم همدا چارواکي او لوري دي. امریکا متحده ايالات بايد د افغانستان بانكي سيستمونه بیا فعال كړي، بايد افغانستان ته د بیارغاونې په موخه فوق العاده مرسته ورکړي، د افغانستان الوتکې بېرته تسليم كړي، افغانانو ته جنگي غرامت وركړي، باید د افغانستان په بیارغونه کې څنګه چې تعهد يې  کړی هماغه تعهد عملي او د خپلو شلو  كلونو تېروتنې نه تنها  اصلاح  بلكې بايد جبران کړي او افغان ولس څخه معذرت وغواړي .