ملګرو ملتونو په لبنان کې د چين سوله ساتې ۲۱مه ډلې ته ۲ تصديق لیکونه ورکړي
CMG2022/08/31 10:23:21
شريکول:

  په لبنان کې د چين د سوله ساتو د ۲۱مې ډلې ۶۲ افسرانو او سرتېرو د اګست په ۳۰مه نېټه په يو وخت، د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ او د چاودېدونکو توکو د ايستلو په برخه کې دوه تصديق ليکونه ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو يوه پلاوي د چين د سوله ساتې ۲۱مې ډلې د چارو درې ورځنۍ ارزونه کړې او د ماين پاکۍ د افسرانو او سرتېرو کړنې يې مثبتې ارزولي او په يو وخت يې دوه تصديق ليکونو ورکړي دي. 

 د چين د سوله ساتې ۲۱ ډلې د ماین پاکۍ ۵۶ افسران او سرتیري او ۶ طبي کارکونکي د خپل مسلکي تخنیک، عالي ټیکنالوژۍ او معیاري پروسې په ارزونه کې بریالي شوي دي.