په اګست کې د چين د پېر مديريت شاخص ۴۹.۴ سلنې ته رسېدلی
CMG2022/08/31 14:12:40
شريکول:

د چين د باربرۍ او د توکو پېر ټولنې او د دغه هېواد د شمېرنې ملي ادارې د خدمتي چارو څيړنيز مرکز د اګست په ۳۱مه نېټه د چين د پېر مديريت شاخص (PMI) ګډ راپور خپور کړی، چې  له مخې يې په اګست کې د دغه هېواد د پېر مديريت شاخص د تېرې مياشتې په پرتله لوړوالی ښيي.

په ياد راپور کې ويل شوي، چې په چين کې د تصديو توليدي چارې ثابت روانې دي او د  استهلاکي موادو توليد يې چټک پرمختګ کوي.

راپور وايي، چې په اګست کې د چین د پېر مديريت ۴۹.۴ سلنې ته رسېدلی، چې د تېرې مياشتې په پرتله ۰.۴ سلنه زياتوالی ښيي او د چين اقتصاد په ورو او ثابت ډول پرمختګ کوي.