چين: د ليبيا د شخړو ښکېلې خواوې دې د سولې لاره خپله کړي
CMG2022/08/31 10:50:25
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د اګست په ۳۰مه نېټه د امنيت شورا د ليبيا مسئلې په يوې غونډې کې د دغه هېواد د شخړو او تاوتريخوالي پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې تر وسې پورې سړه سينه او زغم وساتي او په سوله ييزې لارې دې خپلمنځي توپيرونه حل کړي.

نوموړي ويلي، چې د ليبيا په پلازمېنې ترابلس کې په دې وروستيو کې سختې شخړې شوي، چې له امله يې ۲۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې او په دې تړاو يې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

دای بينګ د ليبيا د شخړو له ښکېلو لوريو غوښتي، چې د هېواد او خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي، تر وسې پورې دې سړه سينه او زغم وساتي، د سولې او سلامشورې لاره دې ونيسي او تر وسې پورې دې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.

چين د (۵+۵) ګډې پوځي کمېټې ملاتړ کړی او د دغې کمېټې چارې يې په دغه هېواد کې د اوربند او د بهرنيو وسله والو د وتلو لپاره مهمې بللې دي.

دای بينګ سياسي لاره د ليبيا مسئلې د حل لپاره يوازېنۍ سمه لاره بللې ده او ويلي يې دي، چې د ليبيا د شخړو ښکېل لوري بايد د اقتصاد د بيا رغونې او پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په پار د سولې او امنيت لپاره هلې ځلې وکړي.

 

(مينه)