په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۹۹۰۷۱۲۶۵ ته رسېدلی
CMG2022/08/31 10:49:43
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۳۰مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۳۰مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۱۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۴۱۵ زره او ۱۴۷ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۹۹ ميليونه، ۷۱ زره او ۲۶۵ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۱۱۱ کسان مړه شوي او د مړيني عمومي کسانو شمېر يې ۶ ميليونه، ۴۶۷ زره او ۲۳ ته رسېدلی دی.

(مينه)