د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د اګست په ۳۱ مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی..
نوموړي د چين د خدماتو سوداګرۍ نړيوال نندارتون د ورخلاصون د پراخولو، د نړیوالو همکاريو د ژورولو او د نوښت د هڅولو لپاره مهم ډګر بللی او ويلي يې دي، چې دغه نندارتون د نړيوالو خدمتي چارو او د خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ لپاره ګټورې چارې ترسره کړې دي.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې چين د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار لري او غواړي پر همدې لارې باکيفيته پرمختګ پياوړی او د خدماتو په برخه کې خپلو بازارونو ته د بهرنيو پانګوالو د ننوتلو شرايط پر له پسې کم کړي او د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ د ورخلاصون سويه لا پسې لوړه کړې ده.
نوموړي زياته کړې، چې چين به له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډه پر رښتيني څواړخيزم، ټولشمولیت او ګډو ګټو ټينګار وکړي او د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا ته به خوځنده ځواک ورکړي.
د ۲۰۲۲ م کال د چين د خدماتو سوداګرۍ نړيوال نندارتون، چې د چين د سوداګرۍ وزارت او د بېجینګ ښاروالي لخوا په ګډه جوړ شوی، د اګست په ۳۱ مه نېټه پرانيستل شو او د سپتمبر تر ۵ مې نېټې پورې به دوام ولري.