په نړۍ کې د مانکيپوکس د ثبت شويو پېښو شمېر له ۵۰ زرو واوښت
CMG2022/09/01 14:26:30
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۳۱مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې په نړۍ کې د مانکيپوکس د ثبت شويو پېښو شمېر له ۵۰ زرو څخه زيات شوی او د دغې ناروغۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۱۶ ته رسيدلی دی.

شمېرې ښيي، چې په تېرو ۷ ورځو کې د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو او سيمو کې د مانکيپوکس ۵۱۳۹ نوې پېښې ثبت  شوي او د دغې ناروغۍ له امله يو تن مړ شوی دی.

په امريکې، هسپانيې، برازيل، فرانسې، جرمني، بريتانيې، پيرو، کاناډا او هالنډ کې پر مانکيپوکس د اخته کسانو شمېر له ۱۰۰۰ زيات  شوی دی.