امیرعبداللهیان: امريکا دې د ايران د اټومي تړون په خبرو اترو کې ډاډمنې ژمنې وکړي
CMG2022/09/01 14:13:47
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير امیرعبداللهیان د اګست په ۳۱مه نېټه ويلي، چې ايران له امريکا څخه د اټومي تړون د بيا اعاده کېدو په خبرو اترو کې ځواکمنې او د باور وړ ژمنې غواړي.

د ايران مهر خبري اژانس خبر ورکړی، چې امير عبداللهيان له روسيې څخه د ليدنې پرمهال له خپل روسي سيال سيرګي لاوروف سره په يوه خبري ناسته کې يادې څرګندونې کړې دي. نوموړي ويلي، چې ايران د اټومي تړون د بيا تطبيق په اړه د امريکا نوي سندونه څېړي او د تامين په برخه کې يې د امريکا ځواکمنې ژمنې ته اړتيا ليدل کيږي.

اميرعبداللهيان نه دي ويلي، چې ايران د کومو چارو په اړه د امريکا ځواکمنې ژمنې ته اړتيا لري، خو خبري رسنيو لږ څه مخکې خبر ورکړی، چې ايران غواړي ډاډه شي او امريکا ورسره ژمنه وکړي، چې که دغه هېواد يو ځل بيا د ايران د اټومي مسئلې له هراړخيز تړون څخه ووځي، نو د ايران د اقتصادي ګټو د خونديتوب لپاره باید بيه پرې کړي.