د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په ۳۱مه نېټه تايوان سيمې ته د امريکا د اريزونا ایالت د جمهوريت غوښتونکي والي د ليدنې په غبرګون کې په ټينګار وويل، چې په نړۍ کې د چين په نوم يوازې يو هېواد شته او تايوان يې نه بېلېدونکې برخه ده او بېجينګ له تايوان سره د واشنګټن د هر ډول رسمي تګ راتګ مخالفت کوي.
نوموړي وويل: ((موږ د امريکا له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوو،چې د يو چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا درې ګډې اعلاميېمراعات کړي، له تايوان سره هر ډول رسمي تګ راتګ پای ته ورسوي او د تايوان خپلواکۍ غوښتونکو ته د ناسمو نښو ورکولو څخه لاس واخلي. چين به د خپل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره کلک اقدامات غوره کړي)).
(ژباړه: شکريه)