افغانان- اوسپنیزه اراده لرونکي انسانان
CMG2022/09/01 14:09:21
شريکول:

د ۲۰۲۱م کال د اګست د ۳۱مې نېټې سهاروختي، له افغانستانه وروستي امریکايي سرتېري پښې سپکې کړې او په دې سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په رسمي توګه بشپړ شو او دا ورځ په افغانستان کې د یوه ملي وياړ په توګه عمومي رخصتي وټاکل شوه.

اوس له دې ورځې یو کال پوره شوی، د امریکا جمهوري غوښتونکی ګوند پلان لري چې دغه سټراټژيکه ماتې يعنې«له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر و ارزوي» او پايلې يې په يوه راپور کې خپرې کړي.

خو دغه هېواد حکومت چې د ډيموکراټ ګونډ په واک کې دی او په سر کې يې جوبایډن دی، د دې ارزونې څارنه کوي. په عین وخت کې بایډن له افغانستانه د خپلو پوځيانو ایستلو په اړه پرېکړه پرځای او سم اقدام ګڼي.

د امریکا یاد دواړه ګوندونه په افغانستان کې د دغه هېواد د ماتې پړه یو پل بل وراچوي او لفظي شړې کوي.

خو دا روښانه ده چې په افغانستان کې د امریکا ناکامي نشي پټېدای.

امریکې په شلو کلونو کې د افغانستان په جګړه کې 2.3 تریلیونه ډالره لګولي، نږدې ۲۵۰۰ تنه امریکايي سرتیري پکې وژل شوي. خو دغه هېواد خپلې هغې موخې ته نه دی رسېدلی چې د دغه هېواد د نظام بدل يې غوښتل.

امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه ولګول او غواړي له دې لارې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکړي.

د «ټپي» په نوم مستند فلم چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته جوړ او څه وخت مخکې خپور شو، ښيي چې په افغانستان کې د امریکا له خوا پيل شوې جګړې له ختمېدو کال تېر شو او د اګست په ۳۱مه يې کلیزه ده، دغه هېواد سخت ویجاړ شوی، د خلکو پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي او د هېواد د بیارغونې بهیر له ستونزو سره مخ دی. موږ دا هم وینو چې افغانان په ټينګه اراده ګامونه پورته کوي.

د دغه مستند فلم په یوه برخه کې لیدل کېږي چې د امریکايي پوځيانو په بمبار کې د یوې اووه کسیزې کورنۍ ټول غړي وژل شوي او یوازې یو ۱۳ کلن هلک او یوه ماشومه نجلۍ چې ښايي دوه- درې کاله عمر لري، پاتې دي او بیا دغه هلک د دې نجلۍ پالنه کوي.

د فلم په بله برخه کې یو پلار له خپل زوی سره ویجاړ شوی سړک ترمیموي، یوه نجلۍ په زړورتوب سره بېرته ښوونځي ته ستنه شوه، له دې څخه د افغانانو ټينګ او اوسپنیز هوډ څرګندېږي.

افغانستان یو متل لري، چې وايي، تاسې ساعت لري، موږ وخت لرو.

ساعت له برقې پرته کار نه کوي، خو وخت تل موجود وي. یو ملت د تېري کوونکو پر وړاندې، یوازې په وحدت او یووالي سره مقابله کولای شي او بس.

تاریخ ثابته کړې چې دغه متل ډېر له معنا ډک دی، سل کاله مخکې برېټانیا پر افغانستان تېری وکړ، خو ماتې يې وخوړه، له دې تېري اتیا کاله وروسته پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان تېری وکړ، هغوی هم ماتې وخوړه او بیا دا دي کابو شل کاله وړاندې امریکا او ملګرو يې پر افغانستان تېری وکړ او بلاخره دا هم ناکامه شوه.