د چين ستورمزلي په لومړي ځل د ون تيان فضايي لابراتوار له دروازې وتلي
CMG2022/09/01 22:43:44
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجنيرۍ دفتر خبر ورکړ، چې چيني ستورمزلي (چن دونګ) د بېجينګ په وخت د سپتمبر د لومړۍ نېټې د مازيګر په شپږو بجو او ۲۶ دقیقو د چيني فضايي ستېشن د (ون تيان) نومي فضايي لابراتوار دروازه خلاصه کړه او له ۴۳ دقیقو وروسته يې له ستورمزلې (ليو يانګ) سره له دې دروازې ووتل او د دروازې په بهرنۍ فضا کې يې د کېمرې تنظیمولو په ګډون يو لړ علمي کارونه ترسره کړي دي.

 يو بل ستورمزلی( څای شو جه) د فضایي ستېشن په مرکزي خونه کې له يادو دوو ستورمزلو سره د همکارۍ لپاره اړين کارونه ترسره کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې چيني ستورمزلي د ياد فضايي لابراتوار له دروازې وتلي دي.