ولی د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د هرکلی وړ دی؟
CMG2022/09/01 15:43:06
شريکول:

"موږ د چين د خدماتي سوداګرۍ د نړيوال نندارتون مستقیم ګټه اخیستونکي یو." د تایلنډ د جینچي صنعتي پارک عمومي منيجيرې وانا لورلويلرت پدې وروستیو کې رسنیو ته يادې خبرې وکړې

 

وانا ويلي، چې د جينچي صنعتي پارک په تيرو پر له پسې درېيو کلونو کې د ياد نندارتون په انلاين سوداګريزه غونډه کې ګډون کړی. دغه نندارتون له چينی پېرودونکو سره په مستقيمو اړيکو کې له دوی سره مرسته کړې، په صنعتي پارک کې يې زيات شرکتونه موندلي او د چين پرمختللې تکنالوژي يې معرفي کړې ده.

 

د چين د خدماتي سوداګرۍ سږنی نړيوال نندارتون د اګېست په ۳۱مه نېټه پرانېستل شوی او پکې د نړۍ ۴۰۰ ډېر غښتلي شرکتونه ګډون کړي دي. په سږني نندارتون کې ۲۰.۸ سلنه برخه لرونکي شرکتونه بهرني شرکتونه دي چې دغه رقم د پروسږ کال په پرتله ۳ سلنه لوړ شوی.

 

(ژباړه: شکريه)