چين د لوړو معياري خدماتي چارو د پرانيستي سيسټم د جوړولو هڅې کوي
CMG2022/09/01 16:03:46
شريکول:

د چين د ۲۰۲۲م کال د خدماتي سوداګرۍ نړيواله معاملوي غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه او عمده منځپانګه يې د خدماتي همکاريو له لارې د پرمختګ پر هڅولو او د نوښت له لارې د راتلونکي برابرولو ورټوله ده.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی او ويلي يې دي، چې چين د لوړې کچې ورخلاصون له لارې باکيفيته پرمختګ هڅولی، خپل کورني خدماتي باراز ته يې د نورو هېوادونو د شرکتونو د ننوتلو محدوديتونه کم کړي، د نړيوالو خدماتي سوداګرۍ د ورخلاصون سويه يې لوړه کړې، پرانيستي ډګرونو ته يې پرمختګ ورکړی او د لوړو معياري خدماتي چارو د پرانيستي سیسټم د ابادولو لپاره يې هڅې کړې دي.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چې چين غواړي له نورو هېوادونو سره يو ځای پر رښتيني څو اړخيزم او هغه ټولشموله خدماتي اقتصاد ټينګار وکړي، چې بېلا بېل هېوادونه د همکاريو له لارې ترې ګډ برياليتوبونه تر لاسه کوي او د ورخلاصون لپاره ګډې هڅې کوي.چين غواړي پر همدې لارې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا او پرمختګ په خوځښت راولي.

په وروستيو لسو کلونو کې د چين وارداتي خدماتي ارزښت له ۴۰۰۰ ميليارډه امريکايي ډالرو څخه پورته شوی دی.

يادې غونډې په تېرو لسو کلونو کې د چين د خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د بیرومیټر په څېر رول لوبولی او د نړيوالو اقتصادي همکاريو پل ګرځېدلی دی.