د سوريې پوځ د اګست په ۳۱مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په شپه د سوريې د پلازمينې دمشق پر جنوب ـ ختيځې سيمې او د اليپو پر نړيوال هوايي ډګر هوايي بريدونه کړي دي.
اعلاميه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو د اګست د ۳۱مې نېټې د شپې په ۹ بجو او ۱۸ دقيقو د دمشق په جنوب ـ ختيځ کې پر ځينو سيمو توغندي ویشتلي دي.
اعلاميه زياتوي، چې د سوريې د هوايي دفاع سيستم د اسرائیلي ځواکونو له لوري توغول شوي زياتره توغندي په هوا کې شنډ کړي، خو څو يې پر ځمکې لګيدلي او ځيني تاسیسات یې ويجاړ کړي دي.
په اعلاميې کې د اسرائيلي ځواکونو د هوايي بريدونو د دقيقو ځايونو مالومات نه دي ورکړي.
اسرائيلي ځواکونو په همدې شپه د اليپو پر نړيوال هوايي ډګر توغندي ویشتي او د هوايي ډګر تاسيساتو ته يې زيانونه رسولي دي.