په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۹۹ ميليونه، ۸۲۵ زره او ۴۰۰ ته رسېدلی
CMG2022/09/01 14:55:36
شريکول:

 روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۳۱مې نېټې یو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د همدې نېټې د ماښام تر ۶ بجو او ۳ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۶۴۴ زره او ۲۴۸ زيات شوی او عمومي رقم يې ۵۹۹ ميليونه، ۸۲۵ زره او ۴۰۰ ته رسېدلی دی. د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د يادې ناروغۍ له امله د مړينې شمېر د تېرې ورځې په مقايسه ۱۸۶۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶ ميليونو ۴۶۹ زرو او ۴۵۸ ته رسېدلی دی. (ژباړه: شکريه)