د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر ميخايل سيرګيويويچ ګورباچوف د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په ۳۱مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې د ګورباچوف پر مړينې خواشيني ښودلې او د ده کورنۍ او خپلوانو ته یې تسليت ویلی دی.
جاو لي جيان ویلي، چې ښاغلي ګورباچوف د چين او د پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره فعال خدمتونه کړي دي.