د اوکراين ملي اژانس د اګست په ۳۰مه نېټه خبر ورکړی، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د کارپوهانو پلاوی د اوکراين له کيف څخه د زاپورژیا اټومي برېښناکوټ ته تللی دی.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ عمومي مدير رفایل ګروسي ويلي، چې د کارپوهانو پلاوی به یې د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ ريښتينی حالت وڅاري او چارې به یې د ځايي وضعيت د ثابت کېدو لپاره مرسته وکړي.
ګروسي زياته کړې، چې ياد پلاوی به له زاپورژيا اټومي برېښناکوټ څو ورځنۍ څارنه او له کارکوونکو سره به یې د نظرونو تبادلې وکړي او وروستی راپور به یې رسنيو سره شريک کړي.
د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي پلان لري، چې په زاپورژيا اټومي برېښناکوټ کې خپل دايمي استازي ځای پر ځای کړي.