د ايران تسنيم اژانس د اګست په ۳۱مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د اسلامي انقلاب ګارډ سمندري ځواکونو د اګست په ۳۰مه نېټه په خليج سمندر کې د امريکا يوه بې ماڼو(چلوونکې) بېړۍ کنټرول کړې او وروسته یې بيا خوشې کړې ده.
راپورونه وايي، چې د امريکې د يادې بېړۍ مخابراتي سيسټم پرې شوی و.
تسنيم اژانس وايي، چې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ د سيمې د خونديتوب او د پېښو د مخنيوي په پار پر وخت عمليات تر سره کړي او ياده بېړۍ يې کنټرول کړې وه.
د امريکا يوه مخربه بېړۍ خليج سيمې ته رسيدلې او ايراني لوري ورته اړوندې امنيتي غوښتنې وړاندې کړي او ياده بېړۍ يې ورته سپارلې ده.