تش په نوم امریکايي ډیموکراسۍ یوازې نورو هېوادونو ته زیانونه رسولي
CMG2022/09/02 14:45:29
شريکول:

د تېر کال د اګست په ۲۹مه نېټه یانې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په وروستۍ موده کې، امریکايي ځواکونو د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه په کابل کې بمبار وکړ او په نتیجه کې يې د ۷ ماشومانو په شمول لس تنه ملکي وګړي ووژل.

د روان کال په همدغه ورځ د عراق په پلازمېنه بغداد کې یو سخت کړکېچ پېښ شو او له امله يې لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل او سلګونه تنه نور ټپیان شول. د امریکايي ځواکونو تر ساتنې لاندې زرغونې سیمې هم د توغندیو له بریدونو سره مخ وې. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په اشارې سره وویل، چې دا ښايي د عراق يوې بلې خطرناکې مرحلې ته د ننوتلو نښه وي.

امریکا وغوښتل چې په زور او زر سره په افغانستان او عراق کې ډیموکراټيک موډلونه او بنسټونه جوړ کړي، خو په دغو هېوادونو کې يې ډېرې زیاتې نښتې او پېښې رامنځته کړې او ګڼ شمېر ځايي وګړي ورسره بې کوره شوي دي.

د عراق د دغې نښتې عمده لامل ښايي د کابینې جوړونه کې ستونزه وي. عراق په ۲۰۰۵م کال کې په لومړي ځل  تش په نوم امریکايي ډیموکراسۍ  بڼه کې ټاکنې وکړې. له هغې راهیسې يې کابینې هېڅکله په عادي توګه چارې رهبري نشوی کړی. عراق د تېر کال په اکتوبر کې د پارلمان د نوې دورې ټاکنې کړې او د "صدر" غورځنګ ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې، خو حکومت يې په بریالیتوب سره نه دی جوړ کړی. د دغه ګوند مشر مقتدا صدر له څو میاشتو راهیسې څو ځلې غوښتلي چې باید پارلمان لغوه شي او ټاکنې دې بیا ترسره شي څو د کابینې د جوړونې بهير سم شي.

مقتدا صدر څو ورځې مخکې پر واکمنو چارواکو د فشار اچولو لپاره له سیاسي ډګر څخه د ځان ګوښه کولو اعلان وکړ. د ده ملاتړ کوونکو لاریونونه وکړل او په سړکونو کې له امنیتي ځواکونو سره يې اخ و ډب رامنځته کړ.

په حقیقت کې امریکا د عراق وضعیت د ترینګلتیا سرچینه ده. امریکې په ۲۰۰۳م کال کې د تش په نوم او پلمه پر عراق بریدونه او حملې وکړې او وروسته يې په عراقیانو د تش په نوم امریکايي ډیموکراسي وتپله. د امریکې دغې کړنې په تېرو نږديو شلو کلونو کې عراق ته ډېر زیانونه رسولي دي.

لومړی، امریکې د لوېديځ بڼه لرونکي نظام په عراق کې کارولی، ولسمشر يې د کردانو له اتنيکي پاړکي، لومړی وزیر يې د شيعه له مذهبي ډلې او د پارلمان مشر يې د سني مذهبي ډلې څخه ټاکلي دي. په دې توګه عراق له سیاسي پلوه په ژوره توګه وېشل شوی او د مختلفو سیاسي ډلو تر منځ روغې جوړې ډېرې ستونزمنې شوې دي.

دوهم، د عراق اقتصاد د جګړې او شخړې له امله سخت زیانمن شوی دی. شمېرې ښيي، چې د عراق د هر تن په سر د کورنیو تولیداتو ارزښت په ۱۹۹۰م کال کې ۱۰ زره ۳ سوه ۵۶ ډالره و، خو په ۲۰۲۰م کال کې دغه شمېر یوازې ۴ زره ۱ سل او ۵۷ ډالره و. شنونکي وايي، چې د عراق خلکو د تېر کال له اکتوبر راهیسې څو ځلې لاریونونه وکړل، نه یوازې د کابینې له نه جوړېدو سره مخالفت يې څرګند کړ، بلکې د وزګارۍ د لوړې کچې او د ژوند د ستونزمن حالت په هکله يې ناخوښي او نارضایت په ډاګه کړی.

درېیم، د عراق امنيتي وضعیت هم مخ په خرابېدو دی. شمېرې ښيي چې له ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، هر کال په منځنۍ توګه ۳۴۰۰ ترهګریز بریدونه پېښ شوي او په هر برید کې په منځنۍ توګه ۴ تنه ملکیان وژل شوي دي.

له دې څخه ښکاري، چې تش په نوم امریکايي ډیموکراسي په عراق کې پوره ناکامه شوه، څرنګه چې امریکې په واقعي توګه د ډیموکراسۍ تر پردې لاندې خپل تسلط ساتي.

د عراق ستراتيژيک کارپوه احمد شریفي په اشارې سره وویل، چې پر عراق د امریکې د بريد کولو موخه له ډیموکراسۍ سره هېڅ تړاو نلري، خو یوازې په منځني ختيځ کې د خپلې برترۍ او هژموني د پياوړتیا لپاره دی.