د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په لومړۍ نېټه د شينجيانګ په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ راپور ناسم، غیر قانوني او باطل وباله.
نوموړي وويل، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دغه راپور د امريکا او ځينو لوېديځو هېوادونو په خوښه او پلان جوړ شوی دی.
وانګ ون بين ياد راپور د غلطو معلوماتو "پروپاګنډ" ټولګه او د امريکا او لوېدیځو هېوادونو د خدمت سیاسي وسیله بللې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د نړۍ څه دپاسه ٦٠ هېوادونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ته ګډ پيغام لېږلی او د دغه ناسم راپور له خپرېدو سره یې مخالفت څرګند کړی دی.
وانګ ون بين وويل، چې تر هر چا زيات د شينجيانګ د ټولو قومونو وګړي د بشري حقونو د حالاتو په اړه د نظر څرکندونې حق لري.
د شينجيانګ اقتصاد په دې وروستيو کلونو کې پرله پسې پرمختګ کړی، ټولنې يې همغږي او ثبات موندلی، د خلکو ژوند يې ښه شوی، کلتور يې په بې ساري ډول سمسور شوی او هر څوک يې مذهبي چارې ترسره کوي.
د شينجيانګ لږکيو، مذهبي شخصيتونو او د کډوالو کارکوونکو او روزنيزو مرکزونو فارغانو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ته په وار سره پيغامونه استولي او د شخصي تجربو پر بنسټ يې د شينجيانګ واقعي حالت ورته بيان کړي دي.
(ژباړه: شکريه)