د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي پاليسۍ لوړپوړي استازي جوزيف بوريل د اګست په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، چې د دغې ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو موافقه کړې، چې له روسيې سره د ويزو اسانتياوې وځنډوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غير رسمي غونډه په همدې ورځ د چک په پلازمينې پراګ کې پای ته ورسېده.
جوزيف بورېل په يوې خبري ناستې کې وويل، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو موافقه کړې، چې د روسيې چارواکو او تصديو مشرانو ته يې د وېزو د ورکړې اسانتياوې وځنډوي.
نوموړي وويل، چې د اروپايي ټولنې هېوادونه به په راتلونکي کې روسانو ته د وېزې ورکولو پروسه نوره هم سخته او د وېزو ورکولو شمېر به یې ډېر کم کړي.
(مينه)