د چين تصديو د پاکستان په جنوب لويډيځ کې د بلوچستان سيلاب ځپلو لپاره بسپنه راټوله کړې او د سپتمبر په لومړۍ نېټه يې د پاکستان په کراچۍ ښار کې حکومتي چارواکو ته سپارلې ده.
په کراچۍ کې د چين عمومي کونسل لي بي جيان د يادې بسپنې د سپارلو مراسمو کې وويل، چې کله هم پاکستان له طبيعي ستونزو سره مخ شوی، نو د چين حکومت او په پاکستان کې چيني تصديو په لومړیو وختونو تر خپلې وسې پورې ورسره مرسته کړې او دا چاره یې د چين او پاکستان ترمنځ د ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي.
نوموړي هيله وښوده، چې سيلاب ځپلي ژر له ستونزو ووځي او عادي ژوند پيل کړي.
د بلوچستان ايالت د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې مشر فيصل نسيم په خپله وينا کې د چين له حکومت او خلکو څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې چين له پاکستان سره ډېرې مرستې کړي او هر وخت يې ورڅخه ملاتړ کړی دی.