روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۰۰ ميليونه، ۵۵۵ زره او ۲۶۲ ته رسېدلی
CMG2022/09/02 10:20:05
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په لومړۍ نېټه راپور ورکړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې میاشتې د لومړۍ نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۴ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۶۷۰ زره او ۳۷۱ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶۰۰ ميليونه، ۵۵۵ زره او ۲۶۲ ته رسېدلی دی.

راپور وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۲۶۷۶  کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۴۷۲ زره او ۹۱۴ ته رسېدلی دی.