د امريکا پولیسو په اوهايو ایالت کې افریقايي الاصله امريکايي وژلی
CMG2022/09/02 14:41:12
شريکول:

د امريکا پولیسو د اګست په ۳۰مې نېټې يوه وېډيو خپره کړې ده.

په ويډيو کې ښکاري، چې پولیس د همدې نېټې په سهار وختي د اوهايو ایالت په مرکزي ښار کولمبس کې يوه اپارتمان ته پورته کيږي او د دروازې له ټکولو وروسته له خلکو غواړي، چې بهر ووځي.

پولیسو په دغې چاپې کې دوه کسان نيولي او يو بل شل کلن کس، چې تازه له خوبه پاڅېدلی و، په ډزو وژلی دی.

دغه ۲۰کلن کس افريقايي الاصله امريکايی او نوم يې ډونووان ليویس ښودل شوی دی.

هغه ټپي و، خو روغتون ته له رسولو وروسته مړ شو.

 (ژباړه: شکريه)