په بېجينګ کې اوسمهال د چين د ۲۰۲۲م کال د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون روان دی او منځپانګه يې(( د ښه پرمختګ لپاره همکارۍ کول او د نوي راتلونکي لپاره نوښت جوړول)) ورټوله ده.
د چين د خدماتي سوداګرۍ سږني نړيوال نندارتون ۱۸۹ مهم کورني او بهرني شرکتونه راجلب کړي او ۷۱ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو پکې نندارځي پرانيستي دي.
د چين د خدماتي سوداګرۍ سږني نړيوال نندارتون کې د عربي متحده امارات، سويډن او بروندي په شمول ۱۰ هېوادونو په لومړي ځل دولتي نندارځي جوړ کړي دي.