د روسيې مرستيال صدراعظم اليکسندر نوواک د اګست په لومړۍ نېټه ويلي، چې روسيه به هغو هېوادونو ته تېل او د تېلو توليدات ورنه کړي، چې د روسيې د تېلو د بيو له محدودولو او کمولو ملاتړ کوي او په ټينګار يې ويلي، چې روسيه له بازاري شرايطو پرته د تېلو له صادراتو ډډه کوي.
اليکسندر نوواک د روسيې مرستيال صدراعظم او هم د دغه هېواد د انرژۍ چارو مسوول دی.
تاس خبري اژانس وايي، چې نوواک د روسیې د تېلو د بیو د محدودولو په اړه د جي ۷ هېوادونو پلان بې بنسټه بللی او ويلي يې دي، چې د لاسوهنې دا هڅه به یې د صنعتي بازار په میکانیزم کې نه یوازې د بې ثباتۍ لامل وګرځي، بلکې د تېلو ټول بازار به هم له ګواښ سره مخ کړي او د نړیوالې انرژۍ د خونديتوب بحران لامل به وګرځي.
نوواک ويلي، چې د اروپا او امريکا مصرف کونکي به د جي ۷ هېوادونو د یاد پلان بیه پرې کړي.
(ژباړه: شکريه)