د سوريې رسنۍ: امريکايي ځواکونو د سوريې نور تېل هم غلا کړي
CMG2022/09/02 10:02:57
شريکول:

د سوريې خبري اژانس د سپتمبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو د سوريې نور تېل هم غلا کړي او په همدې ورځ يې د دغه هېواد له شمال ـ ختيځ څخه عراق ته يوه جوپه تېل انتقال کړي دي.

امريکايي ځواکونو په همدې ورځ د سوريې تېل په ۷۳ ټانکرونو کې په غير قانوني ډول عراق ته ليږدولي دي.

د سوريې خبري اژانس ويلي، چې امريکايي ځواکونو په همدې ورځ د ۲ زغره والو موټرونو، ۲۵ ټانکرونو او لاريو په ګډون بل کاروان هم روان کړی و.

په ياد کارون کې بېلا بېل وسایل بار وو، خو ځيني موټرونه يې په تارپالونو پوښل شوي وو او هیڅ مالومات يې نه کېدل، چې امريکايي ځواکونو کوم مواد پکې بار کړي دي.
 

(مينه)