د ۲۰۲۲ م کال د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د اګست په ۳۱ مه نېټه پرانيستل شو او د سپټمبر تر ۵ مې نېټې پورې به دوام ولري.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۱ مه نېټه نوموړي نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او په دغه پيغام کې يې د خدمتي چارو په برخه کې د لوړې کچې د ورخلاصون لپاره د چين مهم اقدامات اعلان کړل.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې وویل، چې د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د چين د ورخلاصون د پياوړتيا، د همکاريو د ژورتيا او د نوښت د هڅونې مهم ډګر بلل کيږي او د نړيوالو خدمتي چارو او خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ لپاره يې مثبت خدمتونه کړي دي.
د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون له جوړېدو راهيسې، په پراخه کچه لوی شوی او د چين د ورخلاصون له دريو لويو نندارتونونو څخه دی. ۷۱ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د سږ کال په نندراتون کې ځپل نندارځي جوړ کړي او څه باندې ۷ زرو چيني او بهرنيو تصديو په انلاين او يا افلاين ډول په دغه نندارتون کې ګډون کړی.
د برازيل مرستیال ولسمشر انتونيو هميلټون مارټينس موراو په انلاين ډول د ۲۰۲۲ م کال د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې ګډون کړی او ويلي يې دي، چې د دغه نندارتون له لویې پيمانې څخه د چين د اقتصاد پياوړی ځواک څرګند شوی.
د اندونيزيا د اقتصادي ترتيباتو وزير ايرلان نوموړي نندارتون ته په خپله ويډيويي وينا کې ويلي، چې د چين له خوا د دغه نندارتون جوړونه او د خدمتي سوداګرۍ د نړيوالو همکاريو پياوړتيا په برخه کې د دغه هېواد هڅونې د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي جوړښتونو د اصلاحاتو او لوړوالي لپاره ګټورې دي.
خدمتي چارې په نړيوال اقتصاد کې مهم رول لري. د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان سرمنشي کوليمن په خپله ويډيويي وينا کې ويلي، چې خدمتي چارې د نړيوال اقتصاد په عمومي اندازه کې له دوه پر درېیمې زياته ونډه نيسي او د خدمتي چارو په برخه کې د نړيوالو همکاريو پياوړتيا له ننګونو سره د بېلا بېلو خواوو د ګډې مبارزې لپاره ارزښت لري.
د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۲م کال راهيسې د چين د خدمتي سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو د زياتوالي کلنی انډول شپږ اعشاريه يو سلنې ته رسېدلی، چې دا رقم د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ د زياتوالي د انډول په پرتله درې اعشاريه يو سلنه لوړوالی ښيي. د چين د خدمتي سوداګرۍ عمومي ارزښت په تېرو اتو کلونو کې د نړۍ دوهم ځای نيولی دی.
دغه راز شي جين پينګ د ۲۰۲۲ م کال د چين د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چې چين هيله لري له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډه پر رښتيني څواړخېزم، ټولشمولیت او ګډو ګټو ټينګار وکړي او د ورخلاصون او د خدمتي چارو اقتصاد د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي، څو د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا ته خوځنده ځواک ورکړي.
د دغه نندارتون زياتو ګډونوالو مېلمنو ويلي، چې اوس د اقتصاد د نړيوال کېدو جريان له ننګونو سره مخ دی او يواړخېزم او پروټېکشنيزم د پورته کېدو په حال کې دي، خو چين د دغسې وضعيت پر وړاندې پر څواړخېزم، ورخلاصون او همکاريو ټينګار کړی او د نړۍ د ګډ پرمختګ په هڅولو کې يې د يو لوی هېواد مسئوليت څرګند کړی دی.
تر اوسه پورې له ۲۰۰ زياتو هېوادونو له چين سره د خدمتي سوداګرۍ اړيکې ټينګې کړي او چين د برازيل، جاپان، روسيې او ارجنټاين په شمول، له ۱۵ هېوادونو سره د خدمتي سوداګرۍ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. د یادولو ده، چې د خدمتي سوداګرۍ په برخه کې د چين د ملګرو ډله د پراخوالي په حال کې ده.