په ځايي وخت د سپتمبر په ۲مه نېټه، د اوو هېوادونو ډلې د ماليې وزيرانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د روسيې د نفتو او نفتي موادو د بيې لوړوالی به محدود کړي.
ياده اعلاميه وايي، چې کله د نفتو او نفتي موادو بيې له ټاکل شويو لوړو بيو څخه ټيټې وي، نو د دغو نفتو او نفتي موادو انتقال ته به اجازه ورکول شي.
له دې مخکې د اروپايي ټولنې کمیټې رئیسې وڼديرليون ويلي، چې اروپايي ټولنه به د روسيې د نفتو تر ټولو لوړه بيه محدوده کړي.
د روسيې د فيدرالي امنيت شورا مرستیال ريئس مډويډيف وويل، که اروپایي ټولنه پر روسيې د بيې محدودیت ولګوي، روسیه به اروپا ته ګاز ورنه کړي.