بايډن د امریکا له ملي پارلمان وغوښتل، چې اوکراين ته د ۱۳ میليارډو او ۷۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت مرسته برابره کړي
CMG2022/09/03 14:35:30
شريکول:

د امريکا AP اژانس د سپټمبر په ۲مه نېټه خبر ورکړ، چې ځکه له اوکراين سره به د امریکا مرستندويه پانګه ژر او په پوره توګه وکارول شي ، ولسمشر جو بايډن د خپل هېواد له ملي پارلمان څخه وغوښتل،‌ چې اوکراين ته بيا د ۱۳ میليارډو ۷۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت بیړنۍ  مرسته برابره کړي، چې د وسلو او تجهيزاتو، استخباراتو او مستقيمې بودیجې ملاتړ به پکې شامل وي.

د خبر له مخې، ياده  مرسته د امريکا د سپينې ماڼۍ د ۴۷ میليارډو او ۱۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت د بېړني لګښت د پلان يوه برخه  ده. دغه بېړنی لګښت به د امريکا د کرونا وبا،‌ مانکي پکس او طبيعي ناورين ضد په حل کې وکارول شي.