د م م سرمنشي د افغان مسئلې په اړه نوې ځانګړې استازې او د یوناما مشره وټاکه
CMG2022/09/03 14:56:07
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریس د سپتمبر په دوهمه نېټه اعلان  وکړ، چې روزا اوتونبايوا د افغان مسئلې په اړه د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.

روزا اوتونبایوا په سیاست، ډیپلوماسۍ او نړیوالو همکاریو کې له ۳۵ کلونو زیاته مسلکي تجربه لري. هغې له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې د قرغېزستان د ولسمشرې او درې ځله يې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه دنده ترسره کړې.

اوتونبایوا اوس د منځګړیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د لوړې کچې مشورتي کمیټې غړې او د قرغېزستان د روزا اوتونبایوا صندوق مشره ده.