امریکا د اوکراين مسئله جوړوونکې ده او تر ټولو لویه ګټه یې تر لاسه کړې
CMG2022/09/03 14:34:14
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د سپتمبر په ۲مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امریکا د اوکراين مسئله جوړوونکې  ده او دغه هېواد اوس تر ټولو لويه ګټه  تر لاسه کړې. نړيوال بايد په دې اړه بيدار واوسي.

په دې وروستيو کې يو شمېر اروپايي هېوادونو پر روسيې باندې د بنديزونو له امله د انرژۍ له کمښت سره مخ دي او مجبور دي، چې له امریکا څخه  په لوړه بیه ګاز واخلي. ځینو اروپايي رسنيو تبصره  کړې،‌ چې امریکا پر اروپايي هېوادونو د ګاز د خرڅولو له لارې لويې ګټې تر لاسه کړې.

جاو لي جيان وويل، نيم کال کېږي، چې د اوکراين بحران په پوره توګه سخت شوی. حقيقت  دا دی، چې د امريکا او لوېديځو هېوادونو يواړخيز بنديزونه مسئله نه شي حل  کولای، برعکس، منفي اغېزې يې د خپرېدو او سختېدو په حال کې دي.