وانګ يي د سمندري قانون په اړه د م م د تړون د لاسلیکېدو د ۴۰مې کالیزې په مناسبت نړیواله څېړنيزه غونډه کې ګډون وکړ
CMG2022/09/03 14:54:02
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د سپتمبر په لومړۍ نېټه د ويډيو له لارې د سمندري قانون په اړه د ملګرو ملتونو د تړون د لاسلیکېدو د څلويښتمې کاليزې د يادونې د نړيوالې څېړنيزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

وانګ يي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې موږ بايد د سمندري ادارې د پرمخبېولو لپاره په ګډه کار وکړو، د سمندر پر دوامدار پرمختګ دې ټينګار وکړو، د سمندري سولې او ارامۍ د ساتلو لپاره دې خبرو اترو او سلا مشورو ته دوام ورکړو، د سمندري چاپیریال د ساتنې لپاره دې نړیوالې همکارۍ پياوړې وکړو، اړوند نړیوال قوانین دې پلي کړو او د سمندري ادارې نړيوال سيستم دې بشپړ کړو.